د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د تانزانیا د پانګونې په اووم کنفرانس کې د ګډون په څنډه کې د کینیا د کانونو له وزیر حسن علي جوه سره لیدلي او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د پانګونې فرصتونو، د کانونو د پروسېس او صادراتو، کرنیزو او صنعتي تولیداتو او د افغانستان او کینیا د محصولاتو لپاره د دواړو هېوادونو په بازارونو کې د لاسرسي پر برابرولو بحث شوی دی.
نورالدین عزیزي د افغانستان تولیدي او صنعتي ظرفیتونو ته په اشارې، د سوداګریزو تبادلو پر زیاتوالي، له کینیا څخه د چای او قهوې ترڅنګ د نورو محصولاتو پر وارداتو او د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
بلخوا، د کینیا د کانونو وزیر د همکاریو له پراختیا هرکلی کړی او د افغانستان بازار یې د کینیا د تولیداتو لپاره مناسب بللی دی. نوموړي همدارنګه د افغانستان له ټرانزیټي او لوژستیکي موقعیت څخه د سیمهییزې سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر ګټې اخیستنې ټینګار کړی دی.
دواړو لورو په پای کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو او د ګډې کاري ډلې د رامنځته کولو لپاره د تفاهمنامې پر ترتیب او لاسلیک هوکړه کړې ده. ټاکل شوې، د تفاهمنامې لومړنۍ مسوده د کینیا له لوري چمتو او د ارزونې او نظر شریکولو لپاره له افغانستان سره شریکه شي.

