ډېر لوستل شوي

د تهران او واشنګټن ترینګلتیا؛ پزشکیان وایي، د ایران وضعیت د مدیریت وړ دی

د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیاوو په دوام، د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان د خپل هېواد وضعیت ښه نه دی بللی، خو ډاډ څرګند کړی چې حکومت یې د مدیریت کولو توان لري.  

پزشکیان ویلي چې دوی د هېواد اوسنی وضعیت په بشپړه توګه ښه نه‌ شي ښودلی، او د ستونزو په اړه له خپلو خلکو سره رښتیني اوسي. 

تر دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې امریکا – اسرائیل پر ایران د بیاځلي بریدونو په اړه غَور کوي. 

بلخوا د قطر په ګډون یو شمېر هېوادونه هڅې کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ ته سوله‌ییزې حل‌لارې ومومي، او دواړه لوري د مذاکراتو مېز ته کېنوي.

اړوند خبرونه