ډېر لوستل شوي

له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدو له امله د پاکستان د صادراتو وده ټکنۍ شوې

د پاکستان «ډان» ورځپاڼې راپور ورکړی چې له افغانستان سره د سوداګرۍ درېدو او په سیمه کې د جګړو اغېزې د پاکستان د صادراتو د ودې د کمېدو له مهمو عواملو څخه دي.

د یادې ورځپاڼې د راپور له مخې، له افغانستان سره د ۲۰۲۵ کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د سوداګرۍ بندښت او د خامو موادو د بیو لوړېدو د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د پاکستان د نساجۍ او جامو د صادراتو پر ودې منفي اغېز کړی دی.

راپور زیاتوي چې منځني ختیځ ته د پاکستان د صادراتو کمېدل، د تولیدي لګښتونو لوړوالی او له ګاونډیو هېوادونو سره سوداګریزې ستونزې هغه عوامل دي چې د دغه هېواد د صادراتو د ودې مخه یې نیولې ده.

په راپور کې راغلي، دغو ستونزو په نړیوالو بازارونو کې د پاکستاني تولیداتو سیالي کمزورې کړې او د دغه هېواد پر صادراتي بهیر یې فشار زیات کړی دی.

اړوند خبرونه