د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي به د یوه پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په اتلسمه سرمشریزه غونډه کې ګډون وکړي.
د ياد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رييس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، ټاکل شوې دغه سرمشریزه د روان میلادي کال د ډسمبر په درېیمه او څلورمه نېټه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.

