ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د ګیلاس ۱۰ زره نیالګي کېنول کېږي

د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼوالۍ د پراختیا او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا په موخه پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د ګیلاس د ۱۰ زره نیالګیو د کېنولو بهیر پیل کړی دی.

د ياد ولايت مقام د رسنیز دفتر وايي، دغه پروژه د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت د کرنې وزارت د بدیل معیشت ریاست له بودجې تمویلېږي.

د پروژې له مخې، د شتل، عنابې، رُخې ولسوالیو او د ولایت مرکز ۱۰۰ بزګرانو ته به هر یوه ته ۱۰۰ د ګیلاس نیالګي او د بڼوالۍ اړین وسایل ووېشل شي.

د پنجشېر د کرنې رييس قاري فضل‌الله دیوبندي وايي، د دې پروژې موخه د بزګرانو ملاتړ، د کرنیزو محصولاتو پراختیا، د عوایدو زیاتوالی او د نشه‌يي توکو د کښت لپاره د بدیل معیشت برابرول دي.

د پنجشېر د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې، یو شمېر پانګه‌وال هم په دغه ولایت کې د درملو او جوسو جوړولو د کارخونو لپاره د ۲۸ میلیونه ډالرو پانګونې لېوالتیا لري چې د ګیلاسو د بڼونو پراختیا به دغو فابریکو ته د اړینو خامو موادو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د ويلو ده چې د پنجشېر ګیلاس په تېرو دوو کلونو کې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوی او د ولایتي ادارې په وینا، ښه بازار یې موندلی دی.

اړوند خبرونه