ډېر لوستل شوي

“تېرو اتو میاشتو کې د ۱۰ زره وسایطو تخنیکي اصلاح شوې ده”

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې د مسافرو خوندیتوب او ټرانسپورټي وسایطو معیاري کولو په موخه د سږ کال تېرو اتو میاشتو کې د شاوخوا ۶۰ زره مسافروړونکو او باروړونکو موټرو تخنیکي کنټرول شوی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کې د ۱۰ زره وسایطو تخنیکي اصلاح شوې او د ۳ زره وسایطو فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی دی.

یاد وزارت لیکلي چې همداراز په تېرو اتو میاشتو کې د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د ۶۳ زره ۱۸۳ موټرو تخنیکي ارزونه هم شوې ده.

د یادولو ده چې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له لوري له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د ترافیکي پېښو د مخینوي په موخه په لویو مسافروړونکو موټرو کې لسګونه زره جي‌پي‌اېس الې هم نصب شوې دي.

اړوند خبرونه