د فاریاب په آقینې سرحدي ګمرک کې د ۸۷ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت د دوو پراختیایي پروژو د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د مالیې وزارت وايي، په دغو پروژو کې د ګمرک په ۲۰ جریبه تمځای کې د جغل اچولو، د داخلي سړکونو د کانکرېټ کولو او د انکس غرفو جوړولو چارې شاملې دي.
د یاد وزارت په وینا، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د آقینې ګمرک زېربناوې پیاوړې، د موټرو د تګ راتګ او تم کېدو اسانتیاوې برابرې او د سوداګرو، موټرچلوونکو او ګمرکي کارکوونکو ستونزې تر ډېره هوارې شي.
د دغو پروژو لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې ورکول کېږي او د جوړولو چارې یې یوه کورني شرکت ته سپارل شوې دي.

