د افغانستان برېښنا شرکت په تېر ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د ۳ میلیاردو افغانیو په ارزښت د یو شمېر هوکړه لیکونو د لاسلیک خبر ورکړی دی.
یاد شرکت ویلي چې تېر کال کې یې د یو میلیارد او ۱۷۱ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۰۴ تړونونه لاسلیک کړي دي.
د برېښنا شرکت په قول، تېر کال د اجناسو په برخه کې ۲۶ پروژې او د ۶۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۹ ساختماني پروژې پلي شوي دي. د ویلو ده چې برېښنا شرکت ګاونډیو هېوادونو ته د تېرې ادارې پاتې پورونه هم ور ادا کړي دي.