د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د ۷ ميليونه ډالرو په ارزښت د «ادیاک» په نوم د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو یو لوی فارم پرانیستل شوی دی.
د هرات ولایت مقام د رسنیو دفتر وايي، دغه فارم د دوه زره جریبه ځمکې په مساحت جوړ شوی چې پکې د اجدادي، مورنیو او پولټ چرګانو بېلابېل ډولونه روزل کېږي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغه فارم په فعالیت سره ۶۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.
د یاد فارم د جوړېدو اساسي موخه د نسلي او هګۍ اچوونکو چرګانو په تولید کې پر ځانبسیاینې، پر وارداتو د اتکا کمولو، د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا او ځوانانو ته د کاري فرصتونو برابرول بلل شوي دي.

