د مصر په جیزه سیمه کې د تېلو د لېږدوونکي موټر د چپه کېدو او اورلګېدنې له امله ۳۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه نن سهار د جیزې ولایت د الوراق سیمې په یوه تونل کې رامنځته شوې ده.
د لومړنیو اټکلونو له مخې، د اورلګېدنې له امله ۲۷ نقلیه وسایط چې سپرلۍ موټرې او موټرسایکلونه هم پکې شامل دي، سوځېدلي دي.
په یاده پېښه کې د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

