د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وایي، اسلامي امارت د خپلو امکاناتو او لګښتونو په مټ د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي چې د نوموړي په وينا، ياده ډله د روسیې او منځنۍ اسیا لپاره امنیتي ګواښ ګڼل کېږي.
کابلوف د روسیې له دولتي خبري اژانس «ټاس» سره په مرکه کې ویلي، د منځنۍ اسیا د امنیت په برخه کې د روسیې او افغانستان همکاري لا هم روانه ده او اسلامي امارت په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کوي.
نوموړي د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت د اقداماتو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال الکسي اوورچوک سفر د افغانانو ترمنځ پراخه لېوالتیا او خوښي راپارولې ده.

