د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمان وايي چې پاکستاني حکومت د دغه ګوند د پلان شوې غونډې مخه نیسي، او د دوی مشران او کارکوونکي نیول کېږي.
نوموړي ویلي چې حکومت په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو تګ راتګ محدود کړی او په وینا یې چې ځینې مشران او د ګوند غړي یې نیول شوي دي.
مولانا فضلالرحمان همداراز له خپلو پلویانو په ټول پاکستان کې د لاریونونو د پیلېدو غوښتنه کړې، او ټینګار یې کړی چې دوی به له سیاسي حقونو څخه د سرغړونې پر ضد غږ پورته کوي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمان تر دې مخکې هم څو ځلې د پاکستاني حکومت پر تګلاره او پالیسیو توندې نیوکې کړې وې.

