د کډوالو او بیرته راستندونکو چارو وزارت په یوه خبر کې ویلي چې په بغلان کې ورستیو سېلابونو ۳۱۵ تنه شهیدان او ۱۶۳۰ نور ټپیان کړي دي.
یاد وزارت د بغلان ولایت د کډوالو چارو ریاست له قوله راپور ورکړی، چې د سېلابونو له کبله ۲ زره او ۶۶۵ کورونه په بشپړه او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۱۰۰۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
وزارت دغه ارقام لومړني بللي او په وینا یې چې ښایي د مالي او ځاني زیانونو کچه تر دې هم لوړه شي.
بل پلو، د هېواد هوایي ځواک او ملي اسلامي اردو په اوبو کې بند زرګونه کسان هم له مرګه ژغورلي دي.
ویل کیږي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله بغلان ته رسېدلی دی.