ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزیر: د کندهار د لورې بند چارې به ډېر ژر پیل شي

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور په خپل کاري دفتر کې د کندهار د ارغستان ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره کتلي دي.

 د اوبو او انرژۍ وزارت د اطلاعاتو او خپرونو رییس جيلاني حقپرست ویلي چې د ارغستان ولسوالۍ مشرانو او سپین ږیرو  په دې ولسوالۍ کې د لورې بند د رغونې غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په دې غونډه کې ټینګار کړی چې د لورې بند پروژه د دغه وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه ده او د دغه وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال په بودجه کې شامله ده.

ښاغلي منصور ډاډ څرګند کړی چې ډېر ژر به ددې بند د سروې او ډیزاین چارې پیل شي.

اړوند خبرونه