د امارتي شرکتونو خپلواکې ادارې ویلي چې د اسلامي امارت په بیا واکمنېدو سره ډېری هغه کارخونې بېرته په اساسي ډول رغول شوي چې په تېرو څو لسیزو کې له فعالیته لوېدلې وې.
ددې ادارې مسوولینو ویلي چې اوسمهال افغان حکومت د کورنیو تولیداتو د ودې په موخه غیرفعالو کارخونو ته پاملرنه کوي او د دولتي شرکتونو د کارونو د چټکتیا ډاډ هم څرګندوي.
بل پلو، کارپوهانو د اسلامي امارت ددغه اقدام هرکلی کړی او په وینا یې د دولتي شرکتونو او کارخونو په فعالېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره او د کورنیو تولیداتو کچه به ورسره لوړه شي. د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بیا واکمنیدو سره ګڼې شنډې کارخونې بیافعاله او په پښو درېدلې دي.