ډېر لوستل شوي

۲۳ ټانکره ناچاڼ تېل بېرته ایران ته وروګرځول شول

سټنډرډ ملي ادارې په خپل اېکس د ۲۳ هغو ټانکر تېلو د مستردېدو خبر ورکړی چې د

 شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې هېواد ته راوارد شوي وو. دې ادارې نن ماسپښین(شنبه، غوایي ۲۹مه) په خپل اېکس ددغو تېلو د مسترېدو خبر ورکړی دی. سټنډرډ ملي ادارې په خپل اېکس لیکلي: د فراه ٧٨ میل بندر له لارې (٢٣) ټانکره تېل چې کیفیت یې د سټنډرډونو سره په ټکر کې و، هېواد ته یې د راتللو مخه ونیول شوه. سټنډرډ ملي اداره له ټولو ملي سوداګرو څخه غوښتي، چې هېواد ته د بې کیفیته نفتي توکو له راوړلو څخه ډډه وکړي.

اړوند خبرونه