د افغانستان بانک ویلي چې د دې بانک پلاوي مالیزیا ته د سفر په ترڅ کې د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کلني کنفرانس سربېره په نورو غونډو کې هم ګډون کړی دی.
د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم کلنی کنفرانس، د مې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه جوړ شوی و. په دې کنفرانس کې د مالیزیا د لومړي وزیر سربېره، د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو وزیرانو، د مرکزي بانکونو رییسانو، سفیرانو او نورو لوړپوړو استازو برخه اخیستې وه.
په دې فورم کې پر شرعي اصولو د ولاړ اسلامي مالي نظام پر پراختیا او مدیریت د بحث سربېره، د اسلامي هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا، د اسلامي هېوادونو د تجربو پر شریکولو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
پلاوي په نورو بېلابېلو غونډو کې د مرکزي بانکونو د شریعه بورډونو تر منځ د همغږۍ په رامنځته کولو، د اسلامي بانکولۍ د تمویلاتو اړوند تکافل، صکوکو، بانکي معاملاتو پر برېښنایي کېدو، د خطراتو مدیریت او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې کړې دي