د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د دوو کانالونو د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي میرزاجان صادق ویلي چې دا کانالونه په ډنډ پټان او وزي ځدراڼ ولسوالیو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ۴ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ شوي دي.
ښاغلي صادق ویلي چې دا کانالونه د ۴۲ مترو په اوږدوالي او ۱،۹ متره په لوړوالي سره او د ۱۰۸ مترو په اوږدوالي او د ۳ مترو په لوړوالي رغېدلي دي. د یادونې وړ ده چې په دې کانالونو سره به د سیمې لسګونه جریبه ځمکه شي.