په تېره یوه اونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې (۷۷۵۰۶) زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن(پنجشنبه، چنګاښ ۲۸مه) په خپل اېکس ددې انتقالاتو خبر ورکړی دی.
په دې صادراتو او وارداتو کې نفتي، غیرنفتي او نور توکي شامل دي. دا توکي د حیرتان بندر له لارې (۶۵۳۲۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۶۸۱) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۵۰۳) ټنه وارد او صادر شوي.