د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کي درې پروژې بشپړې او ګټي اخیستني ته سپارل شوي دي.
د مالیې وزارت د مسوولینو په قول، پر دې پروژو ټولټال ۱۰.۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
په دې پروژو کي د تورخم ګمرک د سکنر لپاره د هنګر جوړول، د تورخم او بندروالۍ د هنګرونو او د ننګرهار محصولي ګمرک د اداري ودانۍ بیارغول شامل دي.
ددې پروژو ټول لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول شوی دی.
له دغه پروژو سره به په یادو ګمرکونو کې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوي برابرې شي او د ګمرکونو په اداري چارو کې به اغېزمنتیا رامنځته کړي.