ډېر لوستل شوي

د روان کال په غبرګولي میاشت کې د ۹۳ میلیون ډالرو صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د روان ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو کچه  ۹۳٬۳ ميليون ډالرو ته رسېده.

همدارنګه په همدې میاشت کې هېواد ته  د  ۹۰۰٬۹ ميليون ډالرو په ارزښت توکي هم وارد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په غويي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴٬۶ میلیون ډالرو ته رسېده. ارقام ښیي چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت د همدې کال د غويي مياشتې په پرتله ۱۱٬۳ ميليون ډالره کموالی لري.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په غويي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۵۰٬۵ میلیون ډالرو ته رسیده، چې د روان کال په غبرګولي مياشت کې د ۴۹٬۶ میلیون ډالرو په ارزښت کموالی پکې راغلی دی. د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ارقامو له مخې، د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او ایران ته ترسره شوي او برعکس له ایران، پاکستان او چین څخه ډېر توکي وارد شوي دي.

اړوند خبرونه