د بغلان د غوري سیمنټو په کارخونو کې د تېر په پرتله د سیمنټو تولیدات دوه برابره زیات شوي دي.
ملي پراختیا شرکت ویلي چې د مسوولینو په هڅو ددې کارخونو تولیدات په ۲۴ساعتونو کې ۷۰۰ ټنو ته لوړ شوي دي.
د غوري سیمنټو د کارخونو رییس ویلي چې ددې کارخونو فعالیت د تېرې ادارې پرمهال په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۳۵۰ ټنه و.
اوسمهال ددې کارخونو په تخنیکي برخو کې ۷۰۰ تنه په درې کاري وختونو کې پر کار بوخت دي