ډېر لوستل شوي

له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د برېښنا د لېږد پروژه پرانیستل شوه

له چمتلې څخه د تره خېلو تر نوي سب سټیشن پورې د ۲۲۰ کیلو ولټ امپیر لېږد مزي غځونې او د تره خېلو د ۲۵۲ میګاولټ امپیر د نوي سب سټیشن د جوړونې چارې پیل شوې.

ددغو پروژو په پرانیسته کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایيوي ریيس ډاکټر عبدالباري عمر، د اوبو او انرژي وزارت د مقام سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د اسلامي امارت لوړپوړو چارواکو او د سیمې ګڼو اوسېدونکو برخه اخیستې وه.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې په هېواد کې د شته برېښنا د تولید وړتیاوو ته په اشارې ویلي چې د اوبو مدیریت او د کورنۍ انرژي د تولید پراختیا د افغانستان د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د دغو پروژو په پرانیست غونډه کې ددې پروژو پر ارزښت خبرې کړي او په وینا یې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې څو ټولګټې پروژې پلي شوې، چې د افغانستان خلک به یې په نږدې راتلونکي کې د بشپړېدو او ګټې ته سپارلو شاهدان واوسي.

د یادونې وړ ده، چې دغه پروژې د خصوصي پانګونې له لارې د نږدې شل میلیونو ډالرو په ارزښت د دوو کورنیو شرکتونو له لارې په دوو کلونو کې بشپړېږي.

اړوند خبرونه