د عامې روغتيا وزارت د کونړ د شيګل ولسوالۍ په موڼي سيمه کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په لګښت يو بنستيز روغتيايي مرکز، ګټې اخېستلو ته سپارلی دی.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د مخابراتو، معلوماتي او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله حیات حقاني او د دې ولايت يو شمېر چارواکو ګډون کړی وو.
په دې ناسته کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست وويل: « د ابادۍ په لور یو قدم مخته تګ ستره لاسته راوړنه ده او باید شکر یې ادا شي.»
ښاغلي جلالي همدا راز زياته کړې، چې د هېواد په ټولو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه روغتونونه به جوړ او روغتیايي سیستم به پیاوړی کړي. په همدې حال کې د کونړ ځايي اوسېدونکو، قومي مشرانو او مسوولینو په روغتيایي برخو کې د عامي روغتيا وزارت ټولې هڅې ستايلې دي.