ډېر لوستل شوي

د پوهې پراختیا ته د افغان حکومت ژمنتا شته

د پوهې او ښوونې پراختیا ته د اسلامي امارت د ژمنتیا په لړ کې دا ځل دایکندي کې د شلو ښوونځیو ودانۍ جوړیږي.
د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویلي، چې د مرکز نیلي په ګډون شهرستان، اشترلي، میرامور، پاتو، سنګتخت و بندر، خدیر، کیتي او کجران ولسوالیو کې د څه باندې ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۰ ښوونځیو ودانۍ بیارغول کېږي. د دې ریاست د مسوولینو په وینا، له یادو ښوونځیو د ځینو د بیارغونې چارې پیل شوي هم دي.
د یادونې وړ ده، چې د مګړۍ د پوهنې وزارت له لوري د هېواد ګڼو ولایتونو کې د نویو ښوونځیو د جوړونې او زیانمنو د بیارغونې چارې روانې دي.

اړوند خبرونه