د افغانستان بانک وايي، چې يو ډالر ۶۷ افغانۍ او ۱۰۰۰ کلدارې ۲۴۵ افغانۍ کېږي.
ياد بانک نن (چهارشنبه، تلې ۱۸مه) د ډالرو او کلدارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت لوړېدو خبرو ورکړی دی.
د دې بانک مسوولينو ويلي، دا په تېرو درېیو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ډالرو بیه د افغانیو په بدل کې په دې کچه رالوېدلې. په همدې حال کې يو شمېر هېوادوال او وايي چې د افغانيو بيه لوړه شوې، خو د توکو بيې نه دي راټیټې شوې.