ډېر لوستل شوي

شير محمد عباس ستانکزي پر ملي يووالي ټینګار کړی

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي پر ملي يووالي ټينګار کړی او ويلي یې دي، اوس يې وخت دی چې خپل هېواد په خپله اباد کړو.

ښاغلي ستانکزي دغه څرګندونې د وچې ميوې د پروسس او صادروونکو ټولنې د رييس او مرستيال په پيژندغونډه کې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د میلیاردونو ډالرو په ارزښت طبیعي زېرمې لري او یوازې افغانان کولای شي له یادو زېرمو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره ګټه واخلي. د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال همدا راز له بهر مېشتو افغان پانګه‌والو غوښتي، چې د پردیو هېوادونو پرځای دې خپل هېواد کې پانګونه وکړي.

اړوند خبرونه