ډېر لوستل شوي

کندز پوهنتون کې د څو پروژو چارې پیل شوي

په کندز پوهنتون کې د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانیو بیارغونې، شنې ساحې جوړولو او پلې لارو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي.
د یاد پوهنتون مسوولینو ویلي، چې د بیارغونې دا پروژې د لوړو زده کړو وزارت په بودیجې بشپړېږي.
مسوولینو زیاته کړې، ددې پروژو موخه زده‌کړیالانو ته د غوره چاپیریال رامنځته‌کول دي، چې چارې به یې په ۵ میاشتو کې بشپړې شي.
د لوړو زده کړو وزارت همدارنګه دې پوهنتون ته روان کال ۳۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه هم په پام کې نیولې ده.

اړوند خبرونه