ډېر لوستل شوي

بلخ کې د ۳۸۵ زره ډالرو په لګښت يو روغتيايي مرکز جوړېږي

د بلخ ولايت مسوولينو د دې ولايت دهدادي ولسوالي په “شېراباد” کلي کې د ۳۸۵ زره ډالرو په لګښت د يوه روغتيايي مرکز د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د ياد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست مسوولين وايي، دغه روغتيايي مرکز د دې ولايت د عامې روغتيا او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست په هڅو او د ”يو.ان.اېچ.سي.ار“ دفتر په مالی لګښت جوړېږي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې ياد روغتيايي مرکز به د ٢زره ۴۳۲ متره مربع مساحت او وداني یی پر٨٧٠ متر مربع ځمکه باندی د ٧ میاشتو په موده کی جوړ او ګټی اخیستنی ته وسپارل شي.
د ويلو ده، چې ياد بنسټ تر دې وړاندې هم په يو شمېر نور سيمو کې ورته روغتايي مرکزونو جوړ کړي دي.

اړوند خبرونه