ډېر لوستل شوي

له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په پار؛ خوست کې درې ورځنی ملي نندارتون پيل شو

ځایي مسوولينو په خوست ولايت کې له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ په پار د درې ورځني ملي نندارتون د پيل خبر ورکړی دی.

د خوست ولایت مقام وياند مستغفر ګربز وايي، چې په دې ولايت کې د “ګنجينه افغانستان ” درې ورځنی ملي نندارتون د ګڼ شمېر مسوولينو او عامو خلکو په شتون کې پيل شو.

د مستغفر په خبره، په دغه نندارتون کې د هېواد توليدي، هنري، علمي، فرهنګي، ادبي او تاريخي اثار نندارې ته وړاندې شوي دي. د ويلو ده، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو هم د کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنیزو توکو د یوه نندارتون د جوړېدو خبر ورکړی.

اړوند خبرونه