د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون نن(پنجشنبه، لړم ۱۶مه) خپله غونډه کړې.
د غونډې په پيل کې، د کمېسيون له لوري ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړل او وروسته د کابل ښاروالۍ او امارتي شرکتونو اړوند موضوعات په هراړخیز ډول وارزول شول.
د نننۍ غونډې پای کې د شویو پرېکړو د ښه پليتوب په موخه جلا – جلا کمېټو ته دندې وسپارل شوې.