ډېر لوستل شوي

افغانستان له بنګله دېش د یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله

افغان کرکټ ملي لوبډلې په شارجه کې له بنګله دېش څخه د یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ وګټله.

د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه افغانستان، دویمه بنګالۍ لوبډلې او درېیمه افغان لوبډلې وګټله.

افغان لوبډله د عظمت الله عمرزي په غوره توپ اچونې او ښې توپوهنې او د رحمان الله ګربزې د سیلیزې په مټ وتوانېده، چې نننۍ لوبه هم وګټي.

د نن لوبې پچه بنګالۍ لوبډلې وګټله او خپله یې د توپ وهونې پرېکړه وکړه. بنګالۍ لوبډلې د محمدالله د ښې توپوهنې په مټ په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې ۲۴۴ منډې جوړې او افغان لوبډلې ته یې د ۲۴۵ منډو هدف کېښود. افغان لوبغاړو یاد هدف په ۴۹ اورونو کې پوره او د یادې لوبلړۍ جام یې وګاټه.
#وټسپ چینل: https://whatsapp.com/channel/0029VaedwPf545urwA841g3j

اړوند خبرونه