د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال وايي، چې نړيوال سازمانونه او مؤسسې دې په افغانستان کې پانګونه وکړي او له بېوزله کسانو څخه دې ملاتړ وکړي.
ښاغلي برادر دغه څرګندونې نن (چهارشنبه، لړم۲۳مه) د افغانسان بانک د “فرصتونه او ننګونې” تر نوم لاندې د کوچنيو پورونو ملي کنفرانس په غونډه کې د ګډون پر مهال کړې دي. د يادونې وړه ده، چې په دې کنفرانس کې د نړيوالو سازمانونو او مؤسسو سربېره د اسلامي امارت ګڼو چارواکو هم ګډون کړی وو.