د زابل د بدني روزني او ورزش آمریت د ملي او دودیزو لوبو د عامونې مدیریت سره په همغږۍ دې ولایت کې د ۳۶ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کوونې سیالۍ پر لاره اچولې وې.
دې سیالیو یوه ورځ په بر کې نیولې، چې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو پکې لومړی مقام وګاټه.
ددې سیالیو په پای کې غوره ورزشکاران ستایل شوي هم دي.
ددې سیالیو موخه ملي او دودیزو لوبو ته ورکول ښودل شوي.