ډېر لوستل شوي

په بلخ کې د مکروني د تولید کارخونې په فعاليت پيل کړی

د بلخ د رسنيو دفتر په دې ولايت کې د “مکروني” د توليد کارخونې د فعاليت خبر ورکړی دی.

د دې ولايت د رسنيو دفتر د خبرپاڼې له مخې، په یادې فابريکې ۲.۵ میلیونه ډالره پانګونه شوې، چې۶۰ تنه په کې په کار بوخت او د ورځې ۳۰ ټنه “مکروني” تولیدوي.

 د دغې فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په هر ډ‌ول شرایطو کې له خصوصي سکټور څخه ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو سره په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوی او پانګونې ته ښه زمينه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه