د ټولګټو وزارت د اسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د “يو.ای.سي” اتحاديې په ۳۴مه سيمهييزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکيې ته سفر کړی دی.
ياد وزارت ويلي، په دې غونډه کې به د کلني راپور سربېره د سيمهييزو هېوادونو د ريلي او ټرانسپورټي اسانتياوو پراخولو، د پانګونو په راخپلولو، د وروستيو لاسته راوړنو او فعاليتونو په تړاو خبرې وشي.
ښاغلي صاحب زاده د يو پلاوي په مشرۍ د ياد هېواد په رسمي بلنه په دې غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر کړی دی. د ويلو ده، چې “يو.ای.سي” د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، ټرانسپورټي او ريلي ترويج په برخه کې يوه نړيواله اتحاديه ده، چې افغانستان په کې ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې غړيتوب ترلاسه کړ.