ډېر لوستل شوي

عدلیې وزارت، په شېرپور کې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړه

د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي وایي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د کابل لسمې ناحیې اړوند شېرپور سیمه کې څه باندې ۱۵۵ جریبه ځمکه دولتي تثبیت کړې او هلته مېشتو کورونو او دفترونو ته یې د تخلیې امر کړی دی. د برکت الله رسولي په خبره، دغه ځمکه چې له ختیځ د وزیر اکبرخان له ۶، ۱۵ او ۱۶م سړک سره، له لویدیځ د شهرنو د قصابۍ له کوڅې سره، له شمال د وزیر اکبرخان له تپې او شهید څلورلارې سره او له سویل د شیر علي خان له سړک سره نښلول شوې، د کابل ښاروالۍ او د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون د پلاوي تر هر اړخیزې ارزونې وروسته حکومتي تثبیت شوې ده.

اړوند خبرونه