د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا ويلي، په قطر کې يې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې د کارې ډلې لومړنۍ ناسته کړې ده.
يادې ادارې په خپل رسمي اېکس کې ليکلي، چې دغه ناسته د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو د درېيمې غونډې په تعقيب ترسره شوې ده.
په اېکس کې وړاندې راغلي، چې د دغې کاري ډلې رامنځته کېدل د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ژمنتيا څرګندونه کوي. يادې ادارې په دې نوښت سره تمه څرګنده کړې، چې دا هڅه به له نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې په سيمهييزو او نړيوالو ستراتيژيو کې اغیزمنه ونډه ترسره کړي.