په متحده عربي اماراتو کې افغان سفير مولوي بدرالدين حقاني د کوربه هېواد د دولت له رييس شيخ محمد بن زايد ال نهيان سره کتلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان په عمومي حالاتو، وروستيو پرمختګونو او رامنځته شويو فرصتونو په تړاو خبرې کړې دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل نن سهار (شنبه، ليندۍ لسمه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ښاغلي حقاني په دې ناسته کې هېواد ته د افغان بنديانو د لېږد او افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې هم غوښتنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په ياده ناسته کې د متحده عربي اماراتو د دولت رييس په يادو برخو کې د همکارۍ او اسانتياوو ژمنې کړې دي. د ويلو ده، چې ياد هېواد وړمه ورځ د افغانستان اسلامي امارت سفير “باور ليک” د يو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ومانه.