ډېر لوستل شوي

ملا عبدالغني برادر اخوند ۳۰ سټنډرډونه تصيوب کړل

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا په دويمه غونډه کې ۳۰ ستنډرډونه تصويب شوي دي.

ياد معاونيت په خپل رسمي اېکس کې ليکلي، چې د يادې عالي شورا ناسته د ښاغلي برادر په مشرۍ نن (شنبه، ليندۍ لسمه) په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره شوې ده.

په دې غونډه کې د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال، مسوولينو ته سپارښتنه کړې، چې هېوادوالو ته د معياري توليداتو او وارداتو د وړاندې کولو په پار سټنډرډونه جوړ او تطبيق کړي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د دې غونډې په لړ کې د ساختماني، خوراکي او څښاک، طبي، کانونو، نفتي او دغه راز نساجي، چاپېريالي او برېښنايي وسايلو په برخه کې ۳۰ سټنډرډونه وړاندې شوي، چې تر هر اړخېز بحث وروسته ياد سټنډرډونه تصويب شوي دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت چارواکو له اړوند مسوولینو غوښتي و، چې د معياري توليداتو او وارداتو د وړاندې کولو په پار سټنډرډونه په پام کې ونيسي.

اړوند خبرونه