په کابل کې د چین سفیر د کډوالو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د ملاتړ په تړاو خبرې کړې دي. کډوالو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې د چین هېواد له لورې د ١٠٠ میلیونه ينو په ارزښت د مرسته شویو توکو د دویمې جوپې د انتقال او څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي. د چین سفیر ویلي، د یادې جوپې تخنیکې چارې پای ته رسیدلي او له اداري پروسې وروسته به یې د همدې میاشتې په پای کې انتقال پېل شي.