د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې د اسلامي امارت عاليقدر اميرالمؤمینین شيخ هبتالله اخوندزاده حفظالله د دې ولايت سپين بولدک ولسوالۍ ته سفر کړی دی.
دې رياست ويلي، چې اميرالمؤمینین تېره ورځ ( يکشنبه، ليندۍ ۱۱مه) د کندهار ولايت والي په ملتيا په يو پراخه غونډه کې هم ګډون کړی دی.
د ياد رياست د خبرپاڼې له مخې، په دې غوڼده کې عاليقدر اميرالمؤمینین حفظالله ويلي، مجاهدينو د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او الله جلجلاله د همدې قربانيو په برکت يو شرعي او اسلامي نظام حاکم کړ.
د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمینین حفظالله په يادې کتنه کې، شيوخو او علماوو ته سپارښتنې کړي، چي د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون د ښه نافذولو په برخه کي له اړوند ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د اسلامي امارت عاليقدر اميرالمؤمینین دغه راز د يادې ولسوالۍ مسوولينو ته سپارښتنې کړې، چې سرغړونې ونه وکړي او د خپلو مشرانو اطاعت او پيروي وکړي. د ويلو ده، چې په ياده غونډه کې د اسلامي امارت ګڼو نورو چاراکو هم ګډون کړی.