د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري بدخشان ته په خپل سفر کې د وسله وال پوځ له لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدین منصور، د والي مرستیال قاري امین الله طیب، امنیه قوماندان ملا عزیزالله او نورو سیمه ییزو مسوولینو سره کتلي دي.
په دې کتنو کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ویلي، چې د کانونو قاچاق او غیر قانوني کیندنه منع ده. نوموړي په دې چاره کې د بدخشان له ولایتي چارواکو د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دغه ولایت شهربزرګ ولسوالۍ ته د خپل سفر په ترڅ کې د زرشويي کان د استخراج له سیمو څخه لیدنه وکړه او د شرکتونو له مسوولینو او ځايي خلکو سره یې په کتنو کې ټینګار کړی، چې په هېڅ صورت ناقانونه کان کیندنو ته اجازه نشته.
نوموړي په خپلو خبرو کې کان کیندونکو ته وویل، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د مسلکي استخراج لپاره یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړې او د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه به کان کیندونکي د کابل په ځای د بدخشان ولایت د کانونو له ریاست څخه خپل جوازونه ترلاسه کړي.