ډېر لوستل شوي

عزيزي: د هېواد په ادارو کې د کاغذپرانۍ پروسه له منځه تللې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي ترکیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې هلته له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي..

صنعت او سوداګرۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې ناسته کې ښاغلي عزيزي ويلي، چې په افغانستان کې اداري فساد او په ادارو کې د کاغذپرانۍ پروسه له منځه تللې او په ټول هېواد کې امنيت ټينګ شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست یاد سوداګر خپل هېواد ته د پانګونې په موخه را بللي دي. د ويلو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي ترکیې هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان سوداګرو سربېره له ګڼو ترکي چارواکو سره هم ناستې کړې دي.

اړوند خبرونه