د ملي دفاع وزارت د عقيدتي، کلتوري او امربالمعروف چارو رييس مولوي سيداغا ابومقبول عاکف د اصلاحي سفرونو په لړ کې د ۲۰۷ الفاروق قولاردو نهمې سرحدي لواء او ۲۱۵ عزم قولاردو له اتمي لواء ګانو څخه ليدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ليدنه کې ښاغلي عاکف د يادو لواګانو مسوولينو ته د عقيدتي او اصلاحي درسونو ترڅنګ لازمې سپارښتنې هم کړې دي.
دغه راز مولوي سيداغا ابومقبول عاکف مسوولينو ته په ښو اخلاقو او له هېوادوالو سره په نيک چلند ټينګار کړی دی. د ويلو ده، چې د ياد وزارت ستر درستيز د عقيدتي، کلتوري او امر بالمعروف چارو ريیس وخت نا وخت د ملي دفاع وزارت د قولاردو ګانو له مجاهدينو سره د سمون په پاره له نږدې ليدنې کوي.