افغان کرېکټ ملي لوبډلې تر شل اوریزې لوبلړۍ وروسته په یو ورځنیزو لوبو کې هم زمبابوې ملي لوبډله په خپل کور کې ماته کړه.
د لومړۍ لوبې تر لغوه کېدو وروسته افغان لوبډلې وکولی شول، د یو ورځنیزو لوبو پرلپسې دوې سیالۍ وګټي او یاد جام هم په خپل نوم کړي.
د نننۍ لوبې پچه افغان لوبډلمشر حشمت الله شهیدي وګټله او په خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. زمبابوې په ۳۱ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او افغان لوبډلې ته یې د ۱۲۸ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې د پیلیزو لوبغاړو په سوځېدنې یاد هدف د لوبې په ۲۷ اور کې پوره او لوبه یې وګټله.
د یادونې وړ ده چې په نننۍ لوبه کې ځوان ورو توپ اچوونکي الله محمد غضنفر تر ټولو ښه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي یې له ډګره رخصت کړل.