د اسراييلو د صهيونيست رژيم یرغلګرو تر کلابندۍ لاندې په غزه کې يو نوي زيږدېدلي ماشوم د سختې يخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ماشوم پلار رويټرز خبري اژانس ته ويلي، چې دوی د ياد رژيم د مرميو او کلابندۍ له وېرې د غزې په مرکز کې په يو پنډغالي کې پناه اخېستې.
له دې سره غزه کې ډاکټرانو هم ویلي، په دې سيمه کې د سختې يخنۍ له امله يوه مياشتني ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د جګړې د دويم ژمي په راسېدو هم د اوربند هڅې بېپايلي وې او په دې وروستيو کې په غزه کې د دې ماشوم په ګډون د سختې يخنۍ له امله شپږ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.