ډېر لوستل شوي

ګڼو هېوادونو پر خليل الرحمن حقاني وروستی بريد غندلی

د سعودي عربستان او د ايران د بهرنيو چارو وزارتونو او دغه راز د ترکيې، قطر سفارتونو او اروپايي ټولنې د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني وروستی بريد غندلی دی.

په کابل کې د ایران سفارت نن سهار (پنج‌شنبه، د ليندۍ ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دا ټولنه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر سرپرست او ملګرو یې له تاوتریخوالي څخه ډک برید په سختو ټکوغندي.

په کابل کې د ترکیې سفارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې “انقره” پر خلیل الرحمان حقاني برید غندي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د کډوالو وزارت پر سرپرست د برید په تړاو غبرګون ښودلی او هغه یې غندلی دی.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفارت هم دا برید غندلی او ویلي دي، چې دغه هېواد په هر ډول حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملاتړ کوي.

اړوند خبرونه