د کونړ په مرکز او ولسوالیو کې د خوړو نړیوالې موسسې په مالي ملاتړ او د شپول موسسې د ځان بساینې پروګرام په همکارۍ ۴۵۰ ځوانان د بېلا بېلو حرفوي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ شوي دي.
د کونړ د کار او ټولنیزو چارو رییس ویلي چې د دغه ولایت په مرکز اسعد آباد، وټه پور او غازي آباد ولسوالیو کې ۴۵۰ ځوانان د موبایل جوړونې، ترکاڼۍ او قالین اوبدلو له شپږ میاشتنۍ روزنیزې دورې څخه فارغ شوي. یادو ځوانانو هم د نویو مسلکونو له زده کړې خوښي ښودلې او له حکومته یې د کاري زمینې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.