د اوزبيکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشېد خواجهیف تېره ورځ د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته په رسمي سفر راغلی او د ریاستالوزراء مقام د دفتر عمومي رييس ډاکټر ملا عبدالواسع له لوري يې په ارګ کې هرکلی شوی دی.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمدالله فطرت ويلي، ټاکل شوې چې نوموړی به له رييسالوزرا، د رييسالوزرا له اقتصادي مرستیال او د کانونو او پټرولیم، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او ټولګټو له وزیرانو سره په جلا کتنو کې د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، پانګونې او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي.

